د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ادارې کې اصلاحي غونډه جوړه شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۳:۱۵
TVETA

اصلاحي اونيزه غونډه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د ښاغلي عبدالهادي مجاهد په وينا او د دې ادارې د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونده  کې محترم مولوي مجاهد په هېواد کې د غربي ارزښتونو سره د مقابلې پر څرنګوالي او د اسلامي ټولنې په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

ښاغلي استاد مجاهد وویل چې لویدیځوال د اسلام د اساسي محتوا له تطبیق څخه ویره لري. له همدې امله دوی تل هڅه کوي چې د اسلام اصلي محتوا تحریف کړي.

د استاد مولوي مجاهد په وینا لویدیځوالو تل هڅه کړې چې اسلام د وحشت او خشونت د دین په توګه معرفي کړي. په داسې حال کې چې اسلام دین د اعتدال او سولې دین دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد. د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې. دغه پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

BACK TO NEWS