د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې هغه استادان او کارکوونکي چې په لوړو زده کړو بوخت دي معاشونه یې ورکول کيږي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۲:۲۹
معاشات

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د هغو استادانو او کارکوونکو معاشونه چې د زده کړو د دوام لپاره بهر ته لېږل شوي، ډېر ژر به د یادې ادارې له پراختيايي بودجې څخه ورکړل شي.

 د نوموړو د معاشونو د ترسره کولو په موخه د افغانستان د اسلامي امارت ریاست الوزرا د فرمان له مخې 14 میلیونه 274 زره افغانۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له عادي بودجې څخه انکشافي بودجې ته تعدیل شوې دي.

 د يادونې وړ ده، چې تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې 42 تنه استادان او کارکوونکي چې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په دوره کې د خپلو زده کړو د دوام په موخه بهر ته استول شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS