د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ولایتی آمرینو سره ناسته

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۳:۲۲
tveta113

د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری مشر مولوی غلام حیدر شهامت د ولایتونو له تخنیکی آمرینو سره په مجازی توګه غونډه ترسره کړه.

 په دې ناسته کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو او مالی او ادارې چارو  مرستیالانو هم حضور درلود، په لومړیو کې ولایتی آمرینو ځانونه معرفی کړل.

 ښاغلي شهامت په دې کتنه کې وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د کاربردی علومو مغز دی چې انسانی سرچینې او اقتصادي پراختیا تامینوی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې په پخواني نظام کې په دې اداره کې د مسووليت احساس نه و او له همدې امله تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ټولنه کې خپل اصلي او حقیقی ځاى نه دى موندلى.

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره باید تخنیکي او مسلکي مرجع وي.

نوموړي د ولايتي تخنیکي امرینو پر مسووليت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې هغه وړ کسان دی، چې د مسووليت احساس او خدمت کوي.

 ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  د زده کړیالانو د جذب د کچې، د تدرسی ودانیو نشتوالي ننګونو حل او  د نارينه او ښځينه زده کړیالانو د جلاوالي کړنلارې د پلي کولو په اړه  ولايتی تخنيکي امرینو راپور واورېده.

ښاغلي شهامت د ولایتي تخنیکي امرینو څخه وغوښتل چې د زده کوونکو د جذب په برخه کې دي هڅې وکړي. هغه وويل، د زده کوونکو د جذب د زياتولو غوره لاره د عامه پوهاوی پروګرامونو طرحه کول او تشریح کول دی.

 د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلي استاد نورمحمد عزیزي هم د زده کوونکو د جذب پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ولایتی امرین باید د پوهنې ولایتی چارواکو سره په همکارۍ د زده کوونکو د نوم لیکنې په برخه کې د پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS