د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بلخ له مرستيال والي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۲۰
بلخ

مولوي غلام حيدر شهامت د څیړنو په بهیر کې د بلخ ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو دڅيړنې په ترڅ کې د یاد ولايت له والي مولوي نورالهادي ابو ادريس سره وکتل او خبرې اترې يې وکړې

په دغې کتنه کې دواړو لورو په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو او اړتیاوو د حل پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بلخ له مرستيال والي سره په کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او برنامو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د بې وزلۍ له منځه وړل او د مسلکي کاري ځواک روزل د دغې ادارې له اساسي موخو څخه دي.

له بل پلوه د بلخ مرستيال والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او برنامو ستاينه وکړه او د دغه ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه يې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

دا مهال مولوي غلام حیدر شهامت په بلخ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو او ستونزو د حل په موخه یاد ولایت کې دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS