د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۴:۱
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د کارکوونکو په حضور او د ښاغلي مولوي عبدالمالک ابو وثیق په وينا ترسره شوه.

نوموړي په دغې ناسته کې د مسلمانانو له خوا د شکر ادا کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي عبدالمالک زیاته کړه چې مسلمانان باید ټول عبادتونه د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي او د الله تعالی د نعمتونو شکر ادا کړي.

نوموړي وویل چې په چارو او عباداتو کې اخلاص د مسلمانانو لپاره خورا مهم دی او ټینګار یې وکړ چې ټول کارونه او عبادتونه باید په اخلاص او د الله تعالی د رضا لپاره ترسره شي.

ښآغلي مولوی عبدالمالک ابو وثیق د هیواد ته د خدمت کولو او د خدای په لاره کې د هلو ځلو په ګډون په نورو مسایلو خبرې وکړې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS