د تخار ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ فراغت غونډه ترسره کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۹

د تخار ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د یاد ښوونیز مرکز څخه د یو شمېر محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه جوړه کړه.

په دې مراسمو کې د تخار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

په دې نمانځغونډه کې ويناوالو د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل چې په تخنيکي برخو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې دغو محصلينو د انجنيري او کمپيوټر ساينس له څانګو څخه به د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

د مراسمو په پای کې فارغ شویو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم د خیر په دعایې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

د بزګرانو لپاره د کرنیزو ادویه جاتو جوړول

د تخار ولایت اړوند د تخنيکي او مسلکي انسټيټوټ استادانو د یو اقدام په ترڅ کې د تخار ولايت بزګرانو لپاره کرنیز ادویه جات توزیع کړل. په یادو ادویه جاتو کې "د ژمي تېل«غوړي» او بوردو میکسچر". . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۹
Background image

د تخار ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ فراغت غونډه ترسره کړه

د تخار ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د یاد ښوونیز مرکز څخه د یو شمېر محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه جوړه کړه. په دې مراسمو کې د تخار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته جوړه شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ جوړه شوه. ددې ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورد د تېرې. . .

BACK TO NEWS