د بلخ ولایت اړوند سجادیه تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۹:۵۹

د بلخ ولايت اړوند د سجاديه تخنيکي او مسلکي انسټيټوټ څخه د ۷۰ تنو محصلينو د فراغت په مناسبت د یاد ښوونیز مرکز لخوا، فراغت غونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، مخورو او د فارغو شویو محصلینو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.

د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکی زده کړو ادارې د پروګرامونو او وروستيو لاسته راوړنو په اړه په مختصره توګه خبرې وکړې. نوموړي له ځوانانو هم وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې خپله ونډه په پوره هوډ سره ترسره کړي.

په دې غونډه کې نورو ويناوالو د عصري علومو په ځانګړې توګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د مسلک د رامنځته کولو بنسټ ګڼل کېږي، خبرې وکړې. نوموړو دغه راز ځوانان وهڅول چې په خپلو اړوندو څانګو کې زده کړو ته دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم په دعایې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS