د بلخ د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د بلخ ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو د غوا په شیدو کې د غوړو او قند په اړه په عملي بڼه روزنه ولیده.
لارښود استاد د غوا په شیدو کې د غوړو او قند د پرتله کولو په اړه محصلینو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، تر څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.