د بشري سرچینو ریاست عملیاتي پلان وڅیړل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ۱۴۰۲ کال عملیاتي پلان د دغه ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ په یوه غونډه کې وڅېړل شو.
په دې کتنه کې د بشري سرچینو رئیس رفیع الله ثابت د دغه ریاست د عملیاتي پلان په اړه مفصلې خبرې وکړې.
تر اوسه څو ریاستونو خپل پلانونه وړاندې کړي او دا لړۍ دوام لري.