د برښنا شرکت تجارتي رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د برښنا شرکت تجارتي رئیس عبدالرحمن رحماني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په نوښت مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.
له ښاغلي رحماني سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل هم ملتیا کوله.
د افغانستان د برشنا شرکت تجارتي رئیس د موټر جوړونکي وهڅول او د هغوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
ټاکل شوې چې یاد موټر په رسمي مراسمو کې نندارې ته وړاندې شي.