د اکبر مومند میخانیکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو وروستي مراسم ترسره شول
د ننګرهار ولايت د اکبر مومند ميخانيکي انسټيټوټ د کمپيوټر ساينس څانګې محصلينو د عملي زده کړو وروستي مراسم د ننګرهار ولايت د ټکنالوجۍ او مخابراتو په رياست کې ترسره شول.
نوموړو شاوخوا یوه میاشت د ننګرهار د مخابراتو په ریاست کې په عملي او نظري بڼه زده کړې ترلاسه کړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده. له همدې امله د دې مرکزونو فارغان له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب کیږي.