د انځور په ژبه د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو د عملي زده کړو بهیر
د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو د خپلو عملي زده کړو په ترڅ کې د کرنېزو ځمکو په سمه توګه هوارول زده کړل.
دوی د کرنې له نوې تکنالوژۍ (لایزر لیول) سره هم آشنا شول او همدارنګه د ځمکې هوارولو د ګټو په اړوند یی عامه پوهاوی ترلاسه کړ.
زده کړیالانو ته د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي کارپوهانو او استادانو لخوا ورته لارښوونې وشوې او د دوي پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.