د خوست مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د خان سټیل شرکت څخه لیدنه وکړه
د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د اقتصاد څانګې محصلینو، د لارښود استاد په لارښوونه، د یوه ورځني علمي سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې له خان سټیل شرکت څخه لیدنه وکړه.
دغه راز په دې علمي سفر کې د خان سټيل شرکت د اداري کارکوونکو لخوا په عملي بڼه، محصلینو ته د مالي چارو اړوند موضوعات لکه د تولید مدیریت او بازار موندنه تشریح شول، تر څو نوموړي وکولای شي د خپلو نظري زدهکړو تر څنګ، له واقعي کاري چاپېریال سره هم آشنا شي.
د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا یاد عملي سفر د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، او د کار بازار سره د نږدې کیدو په موخه ترسره شو.