د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم تان سري جوهري عبدالله، سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس او په مالیزیا کې د افغانستان سفیر هم حضور درلود.
په دې لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو فرصتونو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو، د ظرفیتونو لوړولو، د علمي او مسلکي تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.
دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابل تفاهم د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د راتلونکو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
