د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره وکتل

media_admin
Wed, Oct 28 2026 3:14 PM
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس، محترم عبیدالله اخندزاده، د مالیزیا د پارلمان له رئیس، محترم تان سري جوهري عبدالله، سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس او په مالیزیا کې د افغانستان سفیر هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو پر پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو فرصتونو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو، د ظرفیتونو لوړولو، د علمي او مسلکي تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا، د متقابل تفاهم د زیاتوالي او په بېلابېلو برخو کې د راتلونکو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS