د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
TVETA

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو.

دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ د استادانو او زده‌کوونکو هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د اسلامي هنرونو څخه د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

په همدې لړ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي نصاب رئیس، ډاکټر عارف عطایي، د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې وویل چې اسلامي او د شریعت مطابق هنر د اسلامي نظام له ملاتړ څخه برخمن دی او مشران ورته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د نړۍ ستر تمدنونه د مسلمانانو د هڅو پایله ده او نن ورځ هم موږ باید د نړۍ د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاتې هڅې وکړو.

همدارنګه د دې پروګرام په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس، مفتي نجم‌الدین حقاني، او د متعلمینو او محصلینو چارو رئیس، استاد رفیع‌الله حبیبي، د اسلامي هنرونو د اهمیت او ترویج په اړه خبرې وکړې.

دوی وویل چې اسلامي نظام د اسلامي هنرونو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره ژمن دی.

د نندارتون د پرانیستې مراسم د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ د ورزشي څانګې د ورزشکارانو د نمایشي پروګرامونو په ترسره کېدو پای ته ورسېدل او ګډونوالو د انسټیټیوټ له هنري آثارو څخه لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۴۴
Background image

برگزاری نشست بورد اکادمیک اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی

نشست بورد اکادمیک اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی باحضور شماری از مسئولان و رؤسای بخش‌های مختلف این اداره در معاونیت امور تخنیکی و مسلکی برگزار گردید. در این نشست اشتراک کننده گان پیرامون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

برگزاری ورکشاپ ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست تحقیق و نوآوری

ریاست تحقیق و نوآوری اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با همکاری کمیته ناروی برای افغانستان، ورکشاپ آموزشی دو روزه ارتقای ظرفیت برای کارمندان ریاست تحقیق و نوآوری راه‌اندازی نمود. هدف از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

نصب ۲۲ کمره امنیتی در انستیتوت کثیرالرشتوی خوست

به‌منظور تأمین امنیت، حفظ دارایی‌های عامه و بهبود نظم اداری، ۲۲ کمره امنیتی در بخش‌های مختلف انستیتوت کثیرالرشتوی ولایت خوست نصب و فعال گردید. در جریان این پروژه، تمامی تجهیزات مورد. . .

BACK TO NEWS