کمپیوټر ټکنالوژۍ انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ښار کمپیوټر ټکنالوژۍ انسټیټوټ په ۱۳۸۷ هجري لمريز کال کې تأسیس شوی چې د ډیټابس، ویب ډیزاین، ګرافیک ډیزاین او نټورک په برخه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسه او انسټیټوټ دوره) کې  زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ښار کمپیوټر ټکنالوژۍ انسټیټوټ (۱۰) درسي او اداری خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه يې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار کمپیوټر ټکنالوژۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۶۹) تنه کارکوونکي لري. چې (۴۱) تنه استادان، (۹) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۹) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: 

په دې انسټيټوټ کې (۴۱) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي. چې له دې جملې (۳۳) تنه نارینه استادان او (۸) تنه ښځينه استادانې دي.

 

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (ډيټابیس، نټورک، ویب ډیزاین او ګرافیک ډیزاین) لري. چې په یادو څانګو کې (۴۱۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپيوټر لب:

د کابل ښار کمپیوټر ټکنالوژۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره هر ډيپارټمنټ جلا جلا کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: 

په یاد انسټيټوټ کې (۴۱۲)  تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دی. چې له دې جملې څخه (۲۰) تنه بدل اعاشې په نوملړ کې شامل او (۸۰) تنه نور یې په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.