ده سبز کثیرالرشتوي انسټیټوټ اړوند لنډ معلومات

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ چې په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، دا یو مسلکي انسټيټوټ دي. چې د ادارې او مدیریت، کمپیوټر ساینس او عمومي کرنې  په څانکو کې انسټیټوټ دوره کې  زده کړیالان په  مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ ځان ته ودانۍ لري (۹) درسي ټولګي، برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۸) کارکوونکي لري، چې (۱۲) استادان، (۴) ادارې کارکوونکي او (۲) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ کې (۱۲) تنه استادان زده کړیالانو ته عملي او نظری زده کړو پر تدریس کولو بوخت دي.

تحصیلي څانګې:

یاد  انسټيټوټ (۳) څانګې (اداره او مدیریت، کمپیوټر ساینس او عمومي کرنه) لري چې (۲۳۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په ذکر شویو څانکو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د علمي زده کړو لپاره مجهزکمپیوټر لب او همدارنګه د کرنې په برخه مجهزه شنه خونه (ګرین هاوس) هم لري.

بدل اعاشه:

د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ کې شاوخوا (۲۳۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تنه بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.