د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیتوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د  عمومي کرنې، وترنرۍ، کرنیز اقتصاد او نباتاتو د ساتنې په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي  او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیتوټ ودانۍ (۳) درسي او (۲) اداري خونې لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیتوټ په ټوله کې (۱۴) تنه کارکوونکي لري، چې (۸) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیتوټ کې (۸)  تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (عمومي کرنې، وترنري، کرنیز اقتصاد او نباتاتو ساتنه) لري، چې (۷۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

فارم او شنه خونهد کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټیتوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کرنیز فارم او همدارنګه (۱) باب مجهزه شنه خونه هم لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.