د کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ پېژندنه

د کابل ښار کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ په ۱۳۳۶ هجري لمریز کال کې تأسیس شوی دی، چې د لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

 د کابل ښار کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ ودانۍ چې (۱۵) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د کابل ښار کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ په ټوله کې (۵۴) تنه کارکوونکي لري چې (۳۳) تنه استادان، (۷) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۴) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د کابل ښار کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ په ټوله کې (۳۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې جملې څخه يې (۲۹) تنه نارینه او (۴) تنه ښځینه استادانې دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (عمومي کرنې، هارتیکلچر، وترنري، کرنیز اقتصاد پراختیا او ځنګلات) لري چې (۲۹۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په زده کړو بوخت دی.

تجهیزات:

د کابل ښار کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهزکمپیوټر لب، (۱) باب مجهز کتابتون، (۱) باب د خاورې پېژندنې او وترنرۍ مجهز لابراتوار، (۱) باب د چرګانو د ساتنې فارم، مجهز باغ، شنه خونه، دوه زینتي ګل خونې او همدارنګه د مرخېړیو فارم هم لري.

بدل اعاشه:

د کابل ښار کرنې او خوراکې توکو د پروسس انسټیټوټ کې (۲۹۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۳۷) د بدل اعاشه په نوملړ کې شامل او  (۴۴) تنه نور یې په لیلیه کې اوسیږي.

د تحنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

یاد اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.