د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د کرنې په څانګه کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ ودانۍ ( ۷) درسي او ادارې خوني لري، برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ په ټوله کې (۶) تنه کارکوونکي لري، چې (۲) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۱) څانګه (کرنه) لري، چې (۱۰۴) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ کې (۱۰۴) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.