د ښکلو هنرونو او صنایع انسټيټوټ اړوند لنډ معلومات

د ښکلو هنرونو او صنایع انسټيټوټ چې د کابل ښار په دریمه (۳) ناحیه کې موقعیت لري. چې دا یو مسلکي انسټيټوټ دي، په ۱۳۰۲ هجري لمريز کال کې د کابل صنایع مسلکي لیسې په نوم د شاه امان الله خان او غلام محمد میمنه ګی له خوا تاسیس شوي دي. چې بیا د لزوم دید او او لوړ درسی کیفیت پر اساس يې په ۱۳۹۰ هري لمریز کال کې د ښکلو هنرونو او صنایع اسنټيټوټ ته ارتقا وکړه. چې د ښکلو هنرونو او صنایع په برخه کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

دغه انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري (۱۴) درسي ټولګي، برښنا، اوبه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

ښکلو هنرونو او صنایع اسنټيټوټ په ټوله کې (۵۶) کارکوونکي لري، چې (۴۰) استادان، (۶) ادارې کارکوونکي او (۱۰) خدماتي کارکوونکي دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ اته (۵) څانګې (گرافیک، نقاشی، سرامیک، صنعت چوب، بدنې روزنې او ورزشی علوم) لري چې شاوخوا (۷۸۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دې برخو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د ښکلو هنرونو او صنایع اسنټيټوټ مجهز کپیوټر لب لري.

د عملي کارونو لپاره شاپونه:

د ښکلو هنرونو او صنایع اسنټيټوټ زده کوونکو او زده کړیالانو عملي زده کړو لپاره په لاندې ذکر شویو برخو کې (۱۰) بابه ورکشاپونه چې عبارت دي: باتوران دود، پینپانگ، وزن پورته کول او بوکس، جمناستیک، گرافیک، نقاشی، سرامیک تزئینی، ماشین، عملي ټکنالوژي او همدارنګه د ماشین شاپونه لري.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

په دې انسټيټوټ کې (۴۰) تنه استادان دی، چې له دې جملې (۲۸) تنه نارینه استادان او (۱۲) تنه ښځينه استادانې لري.

بدل اعاشه:

د ښکلو هنرونو او صنایع اسنټيټوټ په راون سمسټر کې شاوخوا (۷۸۲) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۸) د بدل اعاشې په لست کې او (۱۶)  تنه په لیلیه کې  شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.