د پکتیا ولایت کثیرالرشتوي انسټیټوټ

د پکتیا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ هم د دیاد انسټیټوټ په اډانه کې د خپل ټول جوړښت سره مدغم شوی دی د اقتصاد، محاسبې، انجینرۍ، کرنې، منجمنټ، بانکدارۍ او کمپیوټر ساینس په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د پکتیا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ ودانۍ ( ۱۶) درسي او اداري خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د پکتیا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۲۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۸) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د پکتیا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۱۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۷) څانګې (اقتصاد، محاسبې، انجینرۍ، کرنې، منجمنټ، بانکدارۍ او کمپیوټر ساینس) لري. چې (۲۲۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د پکتیا ولایت کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې (۲۲۱) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۲) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.