د هلمند ولایت کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د هلمند ولایت کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ په ۱۳۴۳ هجری لمریز کال کې د کرنې مسلکي لیسې په نوم تأسیس شو چې بیا یې په ۱۳۹۰ هجری لمریز کال کې د لېسې څخه انسټیټوټ ته ارتقاء وکړه چې د وترنرۍ، عمومي کرنې، بڼوالۍ او عمومي څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د هلمند ولایت کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ (۲) ودانۍ چې تدریسې ودانۍ یې ( ۲۱) تدریسې او ادارې او د لیلیې ودانۍ یې (۲۸) د اوسیدو خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه شنه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د هلمند ولایت کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۲۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۸) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۷) خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:  

د هلمند ولایت کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ کې (۱۸) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۴) څانګې (د وترنرۍ، عمومي کرنې، بڼوالۍ او عمومي څانګې) لري. چې (۳۳۷) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات:

د هلمند ولایت کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب کمپیوټر لب، (۱) باب لابراتوار او همدارنګه (۱) باب مجهز کتابتون لري.

بدل اعاشه:

د هلمند ولایت کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ کې (۳۳۷) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۹۹) تن د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.