د لوګر ولایت د ازری ولسوالۍ کثیرالرشتوی انسټیټوټ

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۲ هجري لمريز کال کې د مسلکي لېسې په نوم تأسیس شو چې وروسته بیا په ۱۳۹۸ هجری لمریز کال کې انسټيټوټ دورې ته ارتقاء ورکړل شوه. د عمومي کرنې په څانګه کې د لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ ودانۍ (۱۰) درسي او ادارې خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنگه شنه ساحه له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ په ټوله کې (۱۰) تنه کارکوونکي لري. چې (۶) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ (۶) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي. چې ټول استادان يې نارینه دي.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټیټوټ (۱) (عمومي کرنې) څانګه لري. چې (۲۳۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګه کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

یاد انسټیټوټ کې (۲۳۵) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. چې له دې جملې څخه (۶) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.