د غزني ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ

د غزني ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی دی، چې ادارې او مدیریت، ادارې او تجارت، محاسبې و بانکدارۍ په څانګو کې د (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولګي پورې ېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دی.

لومړنې معلومات: د غزني ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ چې (۱۶) درسي او (۴) اداري خونې، برښنا او همدارنګه د څښاک پاکې اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات: د غزني ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۹) تنه کارکوونکي لري، چې (۱۲) تنه استادان، (۴) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غزني ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۱۲) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۴) څانګه (اداره او مدیریت، اداره او تجارت، محاسبه و بانکداري) لري، چې (۲۲۹) تنه کوونکي او زده کړیالان په یاده څانګه کې په زده کړو بوخت دی.

کمپیوټر لب:

د غزني ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د غزني ولایت مرکز ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ کې (۲۲۹) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دی. چې له دې جملې څخه (۸۲) تنه ته بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دی.

د تحنیکي او مسلکي زده کړو مستقله اداره ژمنه ده چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې هم کار کوي.