د دایکندی ولایت مرکز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د دایکندی ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۸۷ هجرې لمريز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شوه چې بیا یې په ۱۳۹۲ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه چې اگرانومی، وترنری، هارتیکلچر، کرنیز پراختیا او اقتصاد او حیوانې علوم په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات:

 د دایکندی ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ ودانۍ (۱۶) درسي او (۸) اداري خونې لري. برښنا، اوبه او همدارنګه زرغونه ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات:

د دایکندی ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۲۱) تنه کارکوونکي لري. چې (۱۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۵) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک:

د دایکندی ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې په ټوله کې (۱۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې له دې جملې (۱۱) تنه نارینه او (۲) تنه ښځینه استادانې دی.

تحصیلي څانګې:

یاد انسټيټوټ (۵) څانګې (اگرانومی، وترنری، هارتیکلچر، کرنیز پراختیا او اقتصاد او حیوانې علوم ) لري. چې (۸۰) تنه زده کوونکۍ او زده کړیالان په دغو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د دایکندی ولایت د کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې (۸۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. چې له دې جملې څخه (۱۸) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.