د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره کې د " Stay IN Afghanistan" مؤسسې دفتر پرانستل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۳:۲۹
TVETA- StayINAfghanistan

د " Stay IN Afghanistan" په نوم د مؤسسې نمایندګی دفتر د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې پرانیستل شو.

د دغه دفتر د پرانېستې په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د " Stay IN Afghanistan" دفتر مسئول انجنير ويس الله صديقي هم حضور درلود.

دغه مؤسسه په آلمان کې میشت افغان ځوانان او متخصصینو څخه تشکیل شوې ده چې د یوه هوکړه لیک له مخې له آلمان څخه افغانستان ته د صنعتي څانکو د انتقال په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري وکړي. یاد هوکړه ليک څه موده وړاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او " Stay IN Afghanistan" مؤسسې ترمنځ لاسليک شو.

په پام کې ده چې صنعتي څانکې باید له آلمان څخه افغانستان ته د کار د بازار له اړتیا سره سم انتقال شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS