د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او وترنرۍ په ۱۳۳۹ هجرې لمریز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شو چې وروسته بیا په ۱۳۸۹ هجرې لمریز کال کې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، د عمومي کرنې، باغداری او وترنرۍ په څانګو کې له (۱۰) څخه تر (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ) دوره کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ دوه پوریزه ودانۍ (۱۲) درسي او اداري خونې لري، سولري  او ښاري برښنا، اوبه، زرغونه ساحه او همدارنګه ورزشي ساحه یې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ په ټوله کې (۳۶) تنه کارکوونکي لري، چې (۲۳) تنه استادان، (۳) تنه ادارې کارکوونکي او (۱۰) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ کې (۲۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۳) څانګې (عمومي کرنې، باغداری او وترنرۍ) لري، چې (۲۱۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تجهیزات: د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.

بدل اعاشه: د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټيټوټ کې (۲۱۰) تنه زده کوونکي او  زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۲۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.