عملي زده کړي؛ د غور کرنې او وترنری انسټیټوټ زده کوونکو په څارویو کې د انټي بیوټیکو د کارولو څرنګوالی زده کړل
د غور کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د څوارلسم ټولګي د وترنرۍ زده کړیالانو د عملي زده کړو په ترڅ کې په څارویو کې د انټي بیوټیکو د تطبیق څرنګوالی زده کړل.
لارښود استاد ډاکټر عبدالله عیسی زاده د انټي بیوټیکو ډولونه، د هغوی د استعمال اندازه او شرایط په تفصیل سره زده کړیالانو ته تدریس کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.