د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ښوونکو د روزنې اکاډمۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له انسټیټوټ څخه لیدنه!
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوی غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له انستیتیوت څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي شهامت ښوونکو د روزنې له اکاډمۍ څخه د لیدنې پر مهال د دغه انسټیټوټ د زده کړیالانو او چارواکو ستونزې واورېدې.
دوی د مسلکي ښوونکو کمښت، د برېښنا کمښت او د غیر فعاله تخنیکي څانګو بیا رغونه له لویو ننګونو څخه یاد کړل. ښاغلي شهامت ژمنه وکړه چې د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره به هڅه کوي.
ښاغلي شهامت همدا راز ټینګار وکړ چې د زده کړه ییزو انسټیټونو بهیر باید له مصرف څخه تولید ته واړول شي، ترڅو له یوې خوا اقتصادي ځان بسیاینی او له بلې خوا د کار په بازار کې باید سیالي وکړو.
