د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس: د څانګو د کاري بهیر ساده کول د ټولنې بیړنۍ اړتیا ده!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۵:۲
tveta200

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوی غلام حیدر شهامت او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې د پروسې د ساده کولو د موافقتنامې او د پروسې د ساده کولو د همکاریو د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو په موخه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې مولوی غلام حيدر شهامت په خپلو خبرو کې د دولتي ادارو د کاري بهيرونو ساده کول د ټولنې يوه مهمه اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې د اوسني اسلامي نظام بنسټ، اسلامي شريعت او د خلکو خدمت دى.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس وويل، د څېړونکو څېړنو او په پرمختللو هېوادونو کې د بريالي مديرانو تجربو ته کتنه ښيي پرمختګ ته په کتو سره په سيسټمونو او د کار په ميتودونو کې او تعديل د منلو وړ امر دی. هغه زیاته کړه، که نه نو، اداري سیسټم به د ټولنې اړتیاوې پوره نه کړي او د زوال سره به مخ شي.

ښاغلي شهامت په همدې حال کې زیاته کړه چې د کاري بهیر پیچلتیا، فساد، وخت ضایع کولو په ګډون غیر قانوني کړنو ته لاره هواروي.

مولوی شهامت ټینګار وکړ چې د پروسو په ساده کولو او د کارونو د پیچلتیاو په له منځه وړلو سره به د تطبیق بهیر ګړندی شي او د غوره او شفافو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه به ورته برابره شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس زياته کړه، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په ګډون د کاري بهيرونو د ساده کولو په موخه د د هوکړه لیک په لاسلیکولو به په عملی ډول پيل کړي.

هغه زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې به د پروسې په پلي کولو سره د موثریت او ګټورتیا زیاتوالي، د کارکوونکو او مراجعینو د رضایت د زیاتوالي او د دې ادارې د لګښتونو د کمولو په ګډون مهمې پایلې ترلاسه کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس ددې پروسې جوړونکو څخه د کاري پروسو د ساده کولو له امله مننه وکړه او ويې ويل، چې دغه بهير به خلکو ته د واقعي خدمت زمينه برابره کړي.

په دې تاسته کې د چارو ادارې عمومي رييس مولوي احمدجان احمدي هم د ادارتو د کاري بهير ساده کول مهم وبلل او ويې ويل، چې له دې کار څخه يې موخه د وخت ضايع کېدو د مخنيوي او خلکو د خدمت په موخه د اصلاحاتو او اسانتياوو رامنځته کول دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوی عبدالباقي حقاني هم د ادارتو د کاري پروسو په ساده کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې اسانتياوې رامنځته کول د اسلام مبین دین د ارزښتونو او لارښوونو څخه دی. هغه زیاته کړه چې ساده کول هم د هیواد د چټک پرمختګ او پر ځان بسیا کیدو لپاره حیاتي دي.

د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د لوړو زده کړو وزارت اوچارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول. په همدې موخه د کډوالو او راستنیدونکو چارو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ د محصلينو د عملي زده کړو بهیر

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه په عملي بڼه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د نفتي فعالیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه

د سرپل ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د تکنیشن څانګې محصلینو په یاد ولایت کې د انګوت نفتي سیمي ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د نفتي فعالیتونو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په ورته وخت کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵۷
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس: د مجاهدينو روزنیزې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د ا.ا.ا رهبرۍ لوړ مقام له خوا يې تود هرکلی هم شوی.

په تخار ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغت‌غونډه ترسره شوه. په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس. . .

BACK TO NEWS