د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری ښوونیزو مرکزونو د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرکز کابل اړوند انسټیټونو او ښوونیزو مرکزونو د اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی سیمینار پیل شو.
د پروګرام په پیل کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو عمومي رئیس ښاغلي سید عباس ایوبي وینا وکړه: چی د وروستیو ارزونو د پایلو له مخې، دغه پروګرام د ښوونځیو او مؤسساتو د اداري کارکوونکو د ستونزو حل لپاره په لاره اچول شوی.
ایوبي وويل: په تېره يوه مياشت کې مو د کابل د انسټیټونو او ښوونیزو مرکزونو ستونزې او نيمګړتياوې ارزولې دي او د اکاډمیکو چارو له معین سره په مشوره، موږ پریکړه وکړه چې د روزنیز سیمینار په ترڅ کې د موجوده ستونزو د حل لپاره یو پروګرام وړاندې کړو. دا پروګرام د اداري چارو او ډیټابیس اړوند ګټور معلومات وړاندې کوي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د اکادمیکو چارو معین ښاغلي نورمحمد عزیزي هم د دغه سیمینار په اړه وویل: مونږ به د پوهنې له بېلابېلو تعلیمی او تحصیلی څانګو سره په مشوره کې شته ستونزو ته مناسبې حل لارې ولټوو او په دې سیمینار کې به یې وړاندې کړو.
