د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس د ښځو ادارې او حسابداری او د کابل د جیوډیزی او ساختماني انسټیټونو څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس ښاغلی سید عباس ایوبي؛ د ښځو د ادارې او حسابدارۍ او همدارنګه د کابل د جيوډیزی او ساختماني انسټیټونو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي ایوبي د دغو انسټیټونو له مسوولینو سره په خبرو کې وویل؛ چې د دې لیدلو د لړۍ موخه د ښوونیزو او اداري چارو څخه څارنه ده، ترڅو د انسټیټونو ننګونې حل شي.
د غونډې په دوام کې د انسټیټونو کارکوونکو خپلې ستونزې او وړانديزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو مشر ښاغلی سيد عباس ايوبي سره شريک کړل.
د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چار مشر سید عباس ایوبي؛ د يادو انسټیټونو کارکوونکو او مسوولينو ته د لازمو لارښوونو تر څنګ زياته کړه، چې د هغوي ستونزې او وړانديزونه به حل شی.
