د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو او اړوندو بنسټونو سره تر یوې میاشتې ګډ کار وروسته بشپړ شوی دی.

د مسؤلینو په وینا، دغه بهیر د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او ښه‌والي په موخه پیل شوی و، چې په ترڅ کې یې د کابل پوهنتون استادانو د تعلیمي نصاب له ریاست سره په همکارۍ د دې څانګې د درسي محتوا پر پراختیا او نوي کولو کار کړی دی.

مسؤلین زیاتوي، چې د دغه بهیر په بشپړېدو سره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتل شوی او په روزنیزو پروګرامونو کې د پراختیا موندلې درسي محتوا د کارونې زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري، څو په نوي تعلیمي کال کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه جوړه شوه

د هېواد یوه دیني عالم، محترم مولوي هدایت‌الله، په یوه ښوونیزه غونډه کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) د حکومتولۍ د څرنګوالي او په اسلامي نظام کې د کارکوونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي. دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې،. . .

BACK TO NEWS