د غور د کرهڼې انسټیټوټ ودانیزی پروژې کار چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی برنامو څخه ؤ پلې شو!
د غور ولایت په مرکز کې د کرهڼې انسټیټوټ چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې له پراختیایی بودجې څخه ۱۸ ټولګې لري چې په دریو پوړونو کې جوړ شوی، نوموړی پروژه چې ۲۸۲۸۸۱۴۹.۲ افغانې لګښت لري د ۱۸ میاشتو په موده کې د تابش امید ودانیز شرکت لخوا بشپړ او ګټه اخیستنې ته به وسپارل شی.
د تخنیکې او مسلکې زده کړو اداره د تخنیکې او مسلکې زده کړې خدمتونو وړاندې کولو اصلی مرجع په توګه، د انساني پانګې روزنې، تولید، بیوزلۍ کمولو، دندې رامنځته کولو او اقتصادې ودې آسانه کولو کې مستقیم او اغیزناک رول لري.
د همدې لپاره د نوموړي ادارې ستراتیژي اساسی او لومړنیو موخو پلې کولو لپاره، کوم چې تخنیکې او مسلکې زده کړو ته د خلکو لاسرسی دی، د روزنې مرکزونه باید په ټول هېواد کې رامنځته شی ترڅو زمونږ ټول ګران هېوادوال په مساوی توګه تخنیکې او مسلکې زده کړې تر لاسه کړی.
د غور د کرهڼې انسټيټوټ د ودانیزې پروژی پلې کول او بشپړول یو له هغه پروژو څخه دی چې د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پراختیایی برنامو پلې کولو لپاره بشپړ شوی دی.
