د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زدهکړو د دوام زمینه برابره شوه
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زدهکړو د دوام زمینه برابره شوې ده.
د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د فارغانو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېږي، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ځانګړې ازموینه کې د ادارې او مدیریت له څانګې څخه فارغ شوي دي.
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت په همدې موخه د سیمه ییزو مسؤلینو او د لغمان ولایت د خصوصي پوهنتونونو د استازو په ګډون یوه غونډه هم جوړه کړه.
په دې غونډه کې د همکارۍ یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ادارې او مدیریت د دیارلسم ټولګي فارغان وکولای شي د «متانت» خصوصي پوهنتون کې د ۵۰ سلنه تخفیف په ترلاسه کولو سره خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د خپلو فارغانو د علمي او مسلکي کچې د لوړولو په موخه هڅه کوي، څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ترڅنګ هغوی ته د لوړو زدهکړو د دوام زمینه هم برابره کړي.
په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ادارې او مدیریت د پروګرام فارغانو د لوړو زدهکړو د دوام لپاره د زمینې له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړې او له مسئولینو یې مننه کړې ده.
