د کارکوونکو چارو ریاست لخوا لسګونو ستونزو ته رسېدنه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۴

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو سره د اړیکو آمریت په تیر کال کې د دې ادارې د کارمندانو لخوا ثبت شوي لسګونو شکایتونو ته رسیدګي کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین وايي کارکوونکو سره د اړیکو آمریت ته شاوخوا ۷۰ شکایتونه رسېدلي دي، چې له دې جملې څخه د ۶۴ شکایتونو بیاکتنه او نهایي شوي دي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو سره د اړیکو آمر زیاتوي چې د کارکوونکو چارو ریاست د هغو کارمندانو ستونزې او ننګونې اورېدلي چې شکایت یې کړی او د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د دغه مشکلاتو د حل کوښښ کړی.

همدارنګه د کارکوونکو چارو ریاست ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې دوی تل هڅه کوي چې هغه شکایتونه او عریضې چې دې څانګې ته رسیږي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د شکایتونو د حل کمیټې لخوا په شفاف او عادلانه ډول حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS