د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره کړي.

د عملي زده کړو ارزښت ته په پام سره، د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د تعمیراتو د سطحې د لیول کولو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد هم محصلینو ته د لیول کارۍ په هکله هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ په ساختماني چارو کې "لیول" یا سطحي اندازه د یوې ودانۍ یا ساختماني پروژې هغه لوړوالي ته ویل کېږي چې د یوې ټاکلې صفري (معیاري نقطې) سره پرتله شوې وي. دا نقطه معمولاً د صفر لیول (0.00) په نامه یادېږي او نور ټول ارتفاعات یا ټیټوالي د همدې سطحې پر بنسټ ټاکل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارت‌محوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز کېږي، تر څو زده‌کوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۰
Background image

د ځانګړو زده کړو ملي خبرو اترو، کنفرانس دوهمه ورځ په انټرکانټینینټال کې دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون د ځانګړو زده کړو ملي خبرو اترو، کنفرانس دوهمه ورځ نن د کابل ښار په انټرکانټینینټال هوټل کې، دوام لري. د تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د ادارې او مدیریت له څانګې څخه د مجاهدینو د فراغت مراسم

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د (۳۵۰۰) هغو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره کړل چې د دې ادارې، د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي دي. په یادو مراسمو کې د ا.ا.ا یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند ولایت مرکز میخانیکي عالي لېسې زده کوونکي د سولر سیسټم له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول

د سولر سیسټم په برخه کې لنډمهاله مسلکي روزنیز پروګرام، چې مخکې د هلمند ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دغه ولایت په میخانیکي عالي لېسې کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS