د جوزجان ولایت تخنیکي انسټيټوټ زده کوونکو د یاد ولایت له برښنا ریاست څخه لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۰:۳۱

د جوزجان ولايت تخنيکي انسټيټوټ د برق څانګې زده کوونکو د یوه علمی سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د برښنا ریاست له اړونده لابراتوار څخه لیدنه وکړه او نوموړو ته د برېښنا په اړه په عملي ډول روزنه هم ورکړل شوه.

 لارښود استاد او د برښنا ریاست مسؤلینو ددې سفر په ترڅ کې زده کوونکو ته د بیلابیلو برښنايي موضوعاتو په اړه په مفصل بڼه توضیحات وړاندې کړل.

دغه‌راز زده‌کوونکي هم د نوموړو لپاره د علمي سفرونو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه یې ددې اقدام په ترسره کولو کې قدرداني وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS