په لوګر کې د تخنیکي زده کړو مرکزونو د زده کونکو او کارمندانو لپاره، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسۍ زمینه برابره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۳۹
TVETA

په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د زده کوونکو لپاره د غوره تدریسي چاپیریال برابرولو په موخه یې د «راحت صحت» روغتون سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو پر بنسټ، زده کونکي، استادان او د ښوونیزو مرکزونو کارمندان کولای شي په ځانګړي تخفیف سره د درملنې لپاره یاد روغتیایی مرکز ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې، د «راحت صحت» معالجوي روغتون رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د هوکړه‌لیک لاسلیک کولو پرمهال د ځوانانو لپاره د غوره ښوونیز چاپیریال رامینځته کولو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.

همدارنګه نوموړي په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت سره د دوامداره هراړخیزو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS