د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۴

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ددې ولایت د مقام دفتر سره په همغږۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ کړ.

په دې سیمینار کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ۳۲ تنه استادانو او تدریسي مدیرانو ګډون درلود، چې په ترڅ کې یې نوموړو ته د ټولګي مدیریت، د تدریس میتودونو او د ازموینو د درجه بندۍ په اړه زده کړه ورکړل شوه.

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو په وینا؛ د دې روزنیز سیمینار د ترسره کېدو موخه د استادانو او تدریسي مدیرانو د پوهې کچه لوړول او همدارنګه په یاد آمریت کې د کاري چارو پرمختګ ویل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري په دوامداره توګه هڅه کوي چې د ظرفیت لوړولو سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو سره د یادې ادارې د کارمندانو د پوهې او پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS