د کوهبند کرنې مسلکي انسټيټوټ استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۳۳
TVETA

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي انسټيټوټ د رسمي او حق الزحمه استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.

په دې پروګرام کې ۱۱ تنه رسمي او حق الزحمه استادانو ګډون درلود، چې نوموړو ته د تدریس اصولو، د ښوونیزو پلانونو ترتبولو او د صنف دمدیریت کولو په اړه روزنه ورکړل شوه.

د کاپیسا د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسوولينو په وينا، د دغه ښوونيز سيمينار له ترسره کولو څخه يې موخه د یاد ولایت په تخنیکي مرکزونو کې د استادانو د ظرفيتونو لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، د کار بازار اړتیاوو او نوي تعلیمي معیارونو ته په ټینګار سره، هڅه کوي چې د دې پروګرامونو له لارې د زده کړې کیفیت ښه کولو او د کار بازار لپاره د زده کونکو د ښه چمتو کولو لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS