د کابل ولایت د کرنې خوراکي توکو د پروسس انسټیټوټ کې د خوراکي توکو پروسس

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۳۹
TVETA

د کابل ولایت اړوند کرنې او خوراکي توکو د پروسس انسټیټوټ زده کوونکو ته د «آچار او ترشي» جوړولو په اړه په عملي بنه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد په دې درسي جلسه کې زده کوونکو ته د ترشي او آچار چمتو کولو او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز نوموړي وويل، د خوراکي توکو پروسس د خوراکي موادو خرابوالي د مخنيوي او په هېواد کې د کسبه کارانو د عایداتو د زياتوالي لپاره ډېر مهم او اړين دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار کې په دندو ګمارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS