د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور د بنسټونو له استازو سره ولیدل.

په دې لیدنو کې د ماهرو کاري کادرونو د روزنې، د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پراختیا او له خصوصي سکتور سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه د ادارې پروګرامونه او موخې تشریح شوې.

د خصوصي سکتور استازو د یادو پروګرامونو هرکلی وکړ او د زده‌کوونکو او فارغانو لپاره د عملي زده‌کړو د فرصتونو برابرولو، د کار بازار اړتیاوو د تحلیل، د ښوونیز نصاب پراختیا او د نوښتګرو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ په برخو کې یې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو اتحادیه، د میثم سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکه، د کوچنیو پورونو بانک او د ګرین صافي پلس شرکت له هغو بنسټونو څخه وو، چې په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.

په پای کې، د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب او د ترسره شویو ژمنو پر عملي کولو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

BACK TO NEWS