د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د انګلیسي ژبې د زده کړې پروګرام پای ته ورسید

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۳:۵۱

د انګلیسي ژبې روزنیز پروګرام چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د یادې ادارې د کارکوونکو لپاره د کارکوونکو چارو ریاست له خوا په لاره اچول شوی و، پای ته ورسید.

په دې پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۲۰ تنو کارکوونکو برخه اخیستې وه او د یوې میاشتې لپاره د یې انګلیسي ژبې په برخه کې روزنه ولیده.

د غونډې ګډونوالو هم دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د ظرفيتونو په لوړولو کې مهم وګڼل او له مسوولينو يې وغوښتل، چې دغه پروګرام ته دوام ورکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسئوولینو وویل، چې د دغه پروګرام له ترسره کولو یې موخه د ژبو په برخه کې د کارکوونکو د پوهاوي د کچې لوړول دي او د دغه پروګرام ګډونوال د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۴
Background image

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ، فراغت غونډه ترسره کړه

د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ، د یاد ښوونیز مرکز څخه د نږدې ۵۰ تنه محصلینو د فراغت په مناسبت، مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، متنفذینو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرول!

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تابش پوهنتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۳۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته تعلیمي چهارچوب معرفي شو

د یو ښوونیز سمینار په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د څارنې او ښوونیز نصاب ریاستونو کارمندانو ته، ښوونیز چهارچوب سیسټم معرفي شو. یاد سیمینار د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

BACK TO NEWS