د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
TVETA

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد.

د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د وزیرانو په ګډون یو شمېر لوړ پوړو حکومتي مقاماتو ګډون او ویناوې یې هم وکړې.

د افغانستان د نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. ښاغلي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ټولو پروګرامونو ملاتړ کوي.

د دې غونډې په دوام کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي وینا وکړه. ښاغلي عزيزي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چمتو دی تر څو د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې قاري دین محمد حنیف په اقتصادي وده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ژمنه وکړه، او ویې ویل چې اقتصاد وزارت به د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په هر اړخیزه توګه همکاري وکړي.

د مراسمو په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په خپلو خبرو کې وويل، چې د یادې ادارې د نوښت څانګه لا زيات ملاتړ ته اړتيا لري او حکومت بايد د هېواد د نوښتګرو او اختراع کوونکو څخه د نوموړو په ټولو چارو کې ملاتړ وکړي. .

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست څرګنده کړه چې دغه اداره په خپل ټول توان سره د هېواد له نوښتګرو او مخترعینو څخه ملاتړ کوي.

محترم مولوي شهامت په خپلو خبرو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د وزارتونو او بېلابېلو بنسټونو له همکاریو څخه مننه وکړه او د اداراتو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ یې ټينګار وکړ.

په دې مجلس کې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت او د هېواد د نوښتګرو په ملاتړ ټينګار وکړ او غونډه په دعايې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS