ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
د یادې غونډې په پیل کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه توضیحات ورکړل او زیاته یې کړه چې یاده اداره د اقتصادي ودې او د کارموندنې په برخه کې مهم رول لوبوي.
دغه راز دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ریاستالوزراء له سياسي مرستيال سره د ناستې په ترڅ کې د هیواد څخه بهر ته د ماهر کاري ځواک د لېږدلو په باب هم خبرې وکړې .
په دې کتنه کې په کابل کې د بهرنيو موسسو او سفارتونو سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکاريو په باب هم بحث وشو.
د دې غونډې په دوام کې د ریاستالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه ستاینه او قدرداني وکړه.
همدارنګه په دې کتنه کې محترم مولوي عبدالکبیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو په لازیاتې پیاوړتیا او ملاتړ ټینګار وکړ.
د غونډې په ترڅ کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.