د پغمان کثیرالرشتوي انسټيټوټ لپاره د درسي کتابونو ویش

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۳:۳۲
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي، چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ کې کثیرالرشتوي انسټيټوټ ته څه باندې سل ټوکه درسي کتابونه وېشلي دي.

د کابل ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر استاد رفيع الله حبيبي وايي، د کتابونو شمېر ۶۶۰ جلده کتابونو ته رسیږي ، چې د کرنې په ګډون د بېلابېلو څانګو کتابونه پکې شامل دي.

استاد حبيبي دغه راز زياته کړه، چې هڅه کوي، تر څو د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته د کتابونو د وېش بهير په عادلانه ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۴
Background image

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ، فراغت غونډه ترسره کړه

د خوست ولایت تخنیکي انسټيټوټ، د یاد ښوونیز مرکز څخه د نږدې ۵۰ تنه محصلینو د فراغت په مناسبت، مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، متنفذینو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرول!

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تابش پوهنتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۳۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته تعلیمي چهارچوب معرفي شو

د یو ښوونیز سمینار په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د څارنې او ښوونیز نصاب ریاستونو کارمندانو ته، ښوونیز چهارچوب سیسټم معرفي شو. یاد سیمینار د تخنیکي او مسلکي زده کړو. . .

BACK TO NEWS