د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ادارې کې اصلاحي غونډه جوړه شوه
اصلاحي اونيزه غونډه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د ښاغلي عبدالهادي مجاهد په وينا او د دې ادارې د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونده کې محترم مولوي مجاهد په هېواد کې د غربي ارزښتونو سره د مقابلې پر څرنګوالي او د اسلامي ټولنې په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
ښاغلي استاد مجاهد وویل چې لویدیځوال د اسلام د اساسي محتوا له تطبیق څخه ویره لري. له همدې امله دوی تل هڅه کوي چې د اسلام اصلي محتوا تحریف کړي.
د استاد مولوي مجاهد په وینا لویدیځوالو تل هڅه کړې چې اسلام د وحشت او خشونت د دین په توګه معرفي کړي. په داسې حال کې چې اسلام دین د اعتدال او سولې دین دی.